۰

اسلامي امارت کابل کې د ایران سفارت مسوولین احضار کړي دي

شنبی ۲۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند په اړه کابل کې د ایران سفارت له مسوولینو سره خبرې اترې شوې دي.
اسلامي امارت کابل کې د ایران سفارت مسوولین احضار کړي دي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایران کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند په اړه کابل کې د ایران سفارت له مسوولینو سره خبرې اترې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د ایران سفارت مسوولین تېره ورځ بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوي و او په دې اړه ورسره خبرې اترې شوې دي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په دې اړه د حکومت او ولس اندېښنې د ایران د سفارت له مسؤلینو سره شریکې شوې ترڅو خپلو لوړپوړو چارواکو ته‌ یې ورسوي.

ښاغلي بلخي له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې د داسې کړنو مخه دې ونیول شي چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د خوابدۍ لامل کېږي.

په کابل کې د ایران سفارت مسؤلینو یا د ایران حکومت نورو چارواکو تر اوسه د دغې غونډې او په‌کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه څه نه‌ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي