۰

د هلمند سیند کې د کښتۍ ډوبېدو ۸ تنه وژلي

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند سیند کې د کښتۍ ډوبېدو ۸ تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وایي، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کجکي ولسوال عبدالرازق مظلومیار وايي، پېښه د کجکي ولسوالۍ په سیند کې د کښتۍ چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

ولسوال زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کښتۍ د سیمې اوسېدونکي د سیند له یوې غاړې بلې ته لېږدول.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې پنځه تنه ښځې، یو نارینه او دوه ماشومان وژل شوي او دوې ښځې او یو ماشوم پکې ټپيان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي