۰
پاکستاني رسنۍ:

خلیلزاد او طالبان د خپلو بندیانو پر تبادله سره سلا شوي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
پاکستاني رسنیو ویلي اسلام آباد کې طالب پلاوی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د زندانیانو پر تبادله سلا شوي دي.
خلیلزاد او طالبان د خپلو بندیانو پر تبادله سره سلا شوي
پاکستاني رسنیو ویلي اسلام آباد کې طالب پلاوی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د زندانیانو پر تبادله سلا شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی او خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته تللي و، چې د پاکستاني رسنیو په وینا یو ساعته غیر رسمی لیدنه یې درلوده.

طالب سرچینو د پاکستان یوه خصوصي تلوېزیون سما ټي وي ته ویلي د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ لیدنو ته رسمي نوم نشي ورکولی خو تمه یې ښودلې چې رسمي خبرې به هم ژر پیل شي.

دغه طالب سرچینې زیاته کړې، چې دوی په کابل کې د تښتول شویو امریکایي استادانو پر تبادلې له امریکایي پلاوي سره خبرې کړې دي

سرچینه کاږي، یاد دوه استادان چې درې کاله مخکې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د طالبانو تر برید وروسته نیول شوي وو ژر به خوشې کړل شي.

راپور کې دغه راز ویل شوي چې امریکا به د دې تښتول شویو استادانو په بدل کې د طالبانو په غوښتنه ۱۱ بندیان خوشې کوي چې د حقاني شبکې یو مهم مشر انس حقاني هم پکې شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بي بي سي د طالب سرچینو له قوله ویلي، د دوی ۱۱ تنه والیان او قوماندانان له هغو دریو تنو هندي انجینرانو سره تبادله شوي، چې افغانستان کې د کار پر مهال تښتول شوي وو.

طالب سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې په خوشي شویو طالب بندیانو کې د کونړ لپاره د طالبانو پخوانی والي شیخ عبدالرحیم او د نیمروز لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالرشید بلوڅ شته.

دغه راز سرچینې زیاته کړې، چې د دې ترڅنګ د حقاني کورنۍ یو غړی عزیزالرحمن مشهور په احسان الله چې د سراج الدین حقاني خوریی کېږي او له ۱۲ کلونو راپدېخوا بندي و هم خوشې شوی.

راپورونه وایي، دا طالب مشران له بګرام زندانه خوشي شوي دي، چې تبادله یې په بغلان ولایت کې شوې، خو ښایي افغان دولت په دې تبادله کې ښکېل نه وي.

په خوله رسنیو د طالبانو له خوا یو خپور شوی عکس هم ښکاروي، چې درې تنه د موټر د شاه په څوکۍ کې ناست دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي