۰

د ولسي جرګې غړي:داخلي تقابل نظام له پرځولو سره مخ کوي

دوشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۰
د ولسي جرګې غړو د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت وروستي ټکر ته په اشارې خبرداری ورکړي، چې دغه ډول تقابل به نظام له ګډوډۍ سره مخ کړي.
د ولسي جرګې غړي:داخلي تقابل نظام له پرځولو سره مخ کوي
د ولسي جرګې غړو د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت وروستي ټکر ته په اشارې خبرداری ورکړي، چې دغه ډول تقابل به نظام له ګډوډۍ سره مخ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو اسلام آباد ته د طالب پلاوی د سفر په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت بېلا بېل دریځونه، د ارګ له خوا د بهرنیو چارو وزارت ویاند لرې کول او د اجرائیه ریاست له خوا نه منل او دغه راز د مشرانو او ولسي جرګې د رییسانو تر منځ د ولسمشریزه ټاکنو د رایو په اړه راپورته شوې ناندرۍ د ملي ګټو په زیان وبللې.

د جرګې غړي عبدالقیوم سجادي و ویل، که ښکېل اړخونه د افغانستان دسولې او ټاکنو په موضوعاتو کې مسولانه چلند ونه کړي، دا به له ملت سره لویه جفا وي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول اړخونه باید د دغه دوه مهمو او ملي قضیو په اړه مسوولانه چلند وکړي او یو د بل پر وړاندې له درېدو ډډه وکړي.

د هغه په وینا د افغانستان دښمنان له یوې خوا هڅه کوي، د ولسمشرۍ ټاکنې له بن بست سره مخ کړي او له بلې خوا بهر کې د افغانستان په برخلیک معامله جریان لري، نو په داسې حال کې یو د بل پر وړاندې درېدل، د دښمن په ژرنده اوبه ورماتول دي.

د ولسي جرګې بل غړي منورشاه بهادري هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې په کور د ننه دغسې یو د بل پر وړاندې درېدل له ملت سره جفا او د نظام د پاشل کېدو خطر له ځان سره لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي