۰
د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ:

د امریکا سفارت څرګندونې واقعیت نه لري، ټاکنو کې درغلۍ زمینه شته ده

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ کابل کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، په ټاکنو کې د درغلۍ زمینه نشته.
د امریکا سفارت څرګندونې واقعیت نه لري، ټاکنو کې درغلۍ زمینه شته ده
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ کابل کې د امریکا سفارت هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې و، په ټاکنو کې د درغلۍ زمینه نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد بنسټ مسوولینو نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د امریکا سفارت پر عکس د تیفا موندنې ښيي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې د درغلی زمینه شته ده.

تر دې وړاندې کابل کې د امریکا سفارت د ټاکنو له کمېسیون څخه تر لیدنې وروسته ویلي، چې د دغه کمېسیون چارې په ښه شفافیت سره مخ ته روانې دي او د درغلیو امکان په کې نشته.

خو د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاد وايي، د امریکا سفارت دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې دي او د دوی موندنې ښيي، چې د ټاکنو په کمېسیون کې د درغلیو زمینه شته او دا کمېسیون داسې کوم میکانېزم نه لري، چې سپینې او تورې رایې سره بېلې کړي.

د ټیفا مشر دغه راز و ویل، چې په تېرو ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه وګړو برخه اخیستې وه او تر ۷۲۱ پورې مرکزونه د خلکو پر مخ تړلي پاتې وو.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په تېرو ولسمشریزه ټاکنو کې دوه میلیونه او څه باندې ۷ سوره زره کسانو ګډون کړی و او نېږدې ټول مرکزونه د رایه ورکوونکو پر مخ خلاص وو.

له دې سره سره تیفا د ټاکنو پر کمېسیون غږ وکړ، چې د ولسمشریزه ټاکنو پایلې باید په خپل ټاکلي وخت اعلان کړي او په خپلو چارو کې کړندیتوب او شفافیت رامنځ ته کړي.

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده خبرداری ورکړ، چې د پایلو په اعلان کې ځنډ او یا هر ډول ګډوډي د ستونزو د زږېدو سبب ګرځي.

د ټیفا مسوولینو په ټاکنو کې د شفافیت پر تامین ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه ټاکنیز کمیسیونونه دې خلک د تل لپاره په ټاکنو نه بې باوره کوي او په پوره شفافیت دې خپلې چارې پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني پرون خبریالانو ته و ویل، چې د کمېسیون کارونه په خورا شفافیت او چټکۍ مخ ته روان دي او دوی به له مهال وېش سره سم د ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړي.

هغې په نوماندانو، سیاسیون او مدني بنسټونو غږ وکړ، چې کمېسیون خپل کار ته پرېږدې او بې ځایه دې فشارونه نه پرې راوړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي