۰
د عامې روغتیا وزیر:

د ۴۰ سلنه قاچاقي درملو مخنیوی مو کړی، داخلي تولیدات ۲۰ سلنه زیات شوي

چهارشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۱
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي، هېواد ته د درملو د قاچاق ۴۰ سلنه مخنیوی شوی او دغه راز داخلي تولیدات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
د ۴۰ سلنه قاچاقي درملو مخنیوی مو کړی، داخلي تولیدات ۲۰ سلنه زیات شوي
د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وایي، هېواد ته د درملو د قاچاق ۴۰ سلنه مخنیوی شوی او دغه راز داخلي تولیدات ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي فیروز نن چهارشنبې د تلې ۱۷ مه د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې و ویل، چې د هېواد خلاصونو سرحدونو افغانستان ته د درملو د قاچاق زمینه برابره کړې ده.

خو په وینا یې له دې سره سره د عامې روغتیا وزارت توانېدلی، چې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې د قاچاقي درملو مخنیوی مخینوی وکړي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې په کور د ننه هم د درملو تولید ته پاملرنه زیاته شوې او دا مهال د کورنیو درملو په تولید کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د درملو د تولید کارخانې جوړې شوې، چې تر راتلونو څو کلونو پورې به تر ۸۰ سلنې د درملو اړتیاوې پوره کړي.

د عامې روغتیا وزیر د بې کیفیته درملو په اړه هم و ویل، چې له ایران او پاکستان سره یې په دې برخه کې تړونونه کړي، چې پر مټ به یې د درملو کیفیت د دواړو هېوادونو د عامې روغتیا وزارتونو تر تایید وروسته درمل افغانستان ته واردېږي.

ښاغلي فیروز د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه و ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د کابل پنځه میلیونه ډالر بودجه د درملنې لپاره لري، په داسې حال کې، چې دغه کچه په نورو هېوادونو کې تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې رسېږي.

د هغه په وینا له دې سره سره همدا مهال د هېواد په کچه ۲۷۴۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت لري، چې په دوامداره توګه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي