۰

نړیوال بانک افغانستان سره د انرژې برخه کې ۹۸ میلیون ډالره مرسته اعلان کړ

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۰
نړیوال بانک د افغانستان سره د انرژې په برخه کې د څه کم ۹۹ میلیونه ډالره پورې مرستې اعلان وکړ.
نړیوال بانک افغانستان سره د انرژې برخه کې ۹۸ میلیون ډالره مرسته اعلان کړ
نړیوال بانک د افغانستان سره د انرژې په برخه کې د څه کم ۹۹ میلیونه ډالره پورې مرستې اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال بانک دغه له ضمانتونو سره د پور ۹۸.۸ میلیون ډالر به د ګازو او انرژۍ په دوه مهمو پروژو کې ولګول شي.

په افغانستان کې د دغه بانک مسوول هنري کرالي ویلي افغانستان انرژۍ ته پراخه اړتیا لري او په دې برخه کې له کابل سره د دوی د مرستو تازه اعلان کړې بسته به له افغانستان سره پر انرژۍ د پانګونې برخه کې ډېره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د دوی د مرستو د ۹۸ اعشاریه۸ میلیونه ډالري بستې څخه به د شبرغان او مزار شریف د ګازو او برېښنا پر پروژه د کار لپاره استفاده وشي.

د هغه په وینا د شبرغان د انرژۍ پروژې لپاره ۱۲اعشاریه ۸ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختیا ادارې آی ډي ای په ضمانت بېلې شوې دي او پاتې نورې پيسې به د مزار شریف د انرژۍ او بریښنا په پروژه ولګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امریکا اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د بریښنا د دوه پروژو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته په ادارو کې د فساد له کبله بېرته ګرځولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي