۰

افغان ځواکونو دشت ارچي له طالبانو نیولې ده

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۹
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.
افغان ځواکونو دشت ارچي له طالبانو نیولې ده
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د تلې ۲۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړي ځواکونه وتوانېدل، چې له څلور میاشتني ځنډ وروسته دشت ارچي ولسوالۍ ولکه کړي.

سرچینه زیاتوي، افغان ځانګړي ځواکونه تېره شپه یوه نیمه بجه دشت ارچي ته داخل شوي دي او تر سهاره یې دا ولسوالي په بشپړ ډول له طالبانو پاکه کړې ده.

ملي دفاع وزارت وايي، دا مهال یې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو څو پټنځایونه له منځه وړي دي او درانه تلفات یې هم ور اړولي خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وایي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲ ولسوالۍ په غزني، بدخشان، کندوز، تخار او فاریاب کې بېرته له طالبانو نیول شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي