۰
عاطف مشعل:

پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړی

یکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
اسلام آباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو غصبول پيل کړي دي.
پاکستان په سیستماتیکه توګه د افغان ملکیتونو غصبول پيل کړی
اسلام آباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني حکومت د افغانستان د ملکیتونو غصبول پيل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د پاکستان حکومت څو ځلې د شپې له خوا په خیبرپښتونخوا پېښور کې پر افغان مارکېټ چاپې واچولې.

د همدې له امله پېښور کې افغان قونسلګري په اعتراضي ډول تړل شوې او سفیر عاطف مشعل کابل ته راغلی او د یادې مسلې په اړه یې ولسمشر غني ته معلومات ورکړي دي.

عاطف مشعل په یوه مرکه کې ویلي، په پاکستان کې ځینې کړۍ په سیستماتیکه توګه د افغان حکومت پر هغو ملکیتونو دعوه کوي چې له کلونو راهیسې د افغان حکومت تاسیسات پکې جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د افغان مارکېټ مسئله رامنځ ته شوې چې دې ته ورته نور مسایل هم شته او د افغان حکومت پر ملکیتونو دعوې روانې دي.

ښاغلی مشعل وايي، د پاکستان حکومت باید د افغانستان پر ملکیتونو او حقوقو له تېري ډډه وکړي او شته ستونزې دې ژر تر ژر حل کړي.

د هغه په وینا ټول موارد یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره شریک کړي دي او دوی یې باید په اړه اقدامات وکړي.

د یادونې ده، چې پاکستاني حکومت څو ورځې وړاندې له افغان مارکېټ د افغانستان بیرغ ښکته کړ چې د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شو او په ځواب کې یې په پېښور کې افغان قونسلګري تړل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي