۰

د ټاکنو کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو پر ورتګ د فیفا نیوکې او اندېښنې

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۹
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ټاکنو کمېسیون ته کابل کې د بهرنیو سفیرانو پر ورتګ نیوکې کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې ده.
د ټاکنو کمېسیون ته د بهرنیو سفیرانو پر ورتګ د فیفا نیوکې او اندېښنې
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د ټاکنو کمېسیون ته کابل کې د بهرنیو سفیرانو پر ورتګ نیوکې کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فیفا مسوولین وایي، هغه سفیرانو چې کمېسیون ته ورغلي ټول ديپلوماتیک اصول او اداب یې تر پښو لاندې کړي او دغه د کمېسیون غړي هم حق نه لري، چې د نورو هېوادونو له سیاسي استازو سره کمېسیون کې د ننه لیدنې وکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې ځینو بهرنیو سفیرانو د ټاکنو کمېسیون ته تګ راتګ پیل کړی او د دغه کمېسیون له کارونو یې لیدنه کړې ده.

کابل کې د ایران، کاناډ، امریکا، برېتانیا، د اروپايي ټولنې ۱۱ سفیرانو، د ناټو ملکي استازي، د یوناما مشر او دغه راز د اسیا دیموکراتیک انسټېټیوټ رییس له ټاکنو کمېسیون څخه لیدنه او د ټاکنو په تړاو یې څرګندونې کړې دي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید، د ټاکنو کمېسیون ته د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو تګ راتګ اندېښمنوونکی او ناسم بللی دی.

د فیفا مشر یوسف رشید وايي، ګڼو سفیرانو ټول ډپلوماټیک عرفونه او اداب تر پښو لاندې کړي دي او هر وخت یې چې زړه وغواړي د ټاکنو کمېسیون ته سر ورښکاره کوي، چې دا کار سم نه دی.

نوموړي د کمېسیون پر کمېشنرانو هم نیوکه کړې، چې په وینا یې دوی حق نه لري د نورو هېوادونو له سیاسي استازیو سره د کمېسیون په داخل کې لیدنې وکړي او هغوی ته د خپلو کارونو معلومات ورکړي.

یوسف رشید ویلي« موږ له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د تنظیم لپاره د بهرنیو چارو وزارت لرو، دوی دې هلته ولاړ شي، حق نلري چې ټول ډپلوماټان هره ورځ کمېسیون ته ور روان وي.»

د فیفا د مشر په وینا دا سمه ده چې افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او افغانانو د دوی په مالي مرسته ټاکنې ترسره کړې دي، خو دا معنا نه لري چې خارجي سفیران ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي او د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، که نړیوال رښتیا هم د رڼو پایلو په لټه کې وي، نو کمېسیون ته دې نه ورځي او د ټاکنو پایلو ته دې صبر وکړي.

د فیفا مشر وايي، ټولو هېوادونو د ملګرو ملتونو د سازمان له لارې د افغانستان له ټاکنو سره مالي مرسته کړې ده او هر کار چې لري د دغه نړیوال سازمان له لارې دې یې له ټاکنو کمېسیون سره ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي