۰

مشرانو جرګې د پاکستان د بریدونو په تړاو د افغان حکومت پر چوپتیا نیوکه وکړه

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
مشرانو جرګې په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو او تاسیساتو جوړولو د تېري په اړه د افغان حکومت پر چوپتیا خواشني څرګنده کړه.
مشرانو جرګې د پاکستان د بریدونو په تړاو د افغان حکومت پر چوپتیا نیوکه وکړه
مشرانو جرګې په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو او تاسیساتو جوړولو د تېري په اړه د افغان حکومت پر چوپتیا خواشني څرګنده کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لړم ۷ مې په غونده کې و ویل، پاکستان د افغان خاورې د ننه تاسیسات جوړوي، بریدونه کوي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ دی.

د هغه په وینا ولس له حکومت څخه جدي غوښتنه لري، پر افغان خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو مخنیوی وکړي او دغه ستونزه له دیپلوماتیکو او نړیوالو لارو حل کړي.
 
نوموړي و ویل که پاکستان له دیپلوماتیکو لارو بریدونه ونه دروي، افغان حکومت دې هم ورته اقدامات وکړي او د پاکستان هر ډول تېري ته باید ځواب و وايي.

د جرګې غړي لطف الله بابار وايي، پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسې بریدونه پیل کړي او په یوه مهمه نقطه کې یې تاسیسات جوړول، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی دی.

د هغه په وینا افغان ځواکونو پاکستاني ځواکونه پسې اخیستې او د هغوی تاسیسات یې ورنړولي دي.

د سناتور بابا په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي هم دي.

په ټول کې سناتورانو د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د افغان ځواکونو سرښندنه او مېړانه وستایله او ټینګار یې وکړ، چې افغان ځواکونه باید د پاکستان هر تېري ته همداسې په مېړانه جواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي