مشرانو جرګې په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو او تاسیساتو جوړولو د تېري په اړه د افغان حکومت پر چوپتیا خواشني څرګنده کړه.
مشرانو جرګې په ختیځ کونړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو او تاسیساتو جوړولو د تېري په اړه د افغان حکومت پر چوپتیا خواشني څرګنده کړه.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لړم ۷ مې په غونده کې و ویل، پاکستان د افغان خاورې د ننه تاسیسات جوړوي، بریدونه کوي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ دی.
د هغه په وینا ولس له حکومت څخه جدي غوښتنه لري، پر افغان خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو مخنیوی وکړي او دغه ستونزه له دیپلوماتیکو او نړیوالو لارو حل کړي.
نوموړي و ویل که پاکستان له دیپلوماتیکو لارو بریدونه ونه دروي، افغان حکومت دې هم ورته اقدامات وکړي او د پاکستان هر ډول تېري ته باید ځواب و وايي.
د جرګې غړي لطف الله بابار وايي، پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسې بریدونه پیل کړي او په یوه مهمه نقطه کې یې تاسیسات جوړول، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی دی.