۰
والي:

فاریاب ولایت کې ګڼ داعشیان له کورنیو سره ځای پر ځای شوي دي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ګڼ شمېر وسله وال د خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دی.
فاریاب ولایت کې ګڼ داعشیان له کورنیو سره ځای پر ځای شوي دي
د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې ګڼ شمېر وسله وال د خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي فایق چې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې فاریاب کې د بهرنیو وسله ولو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د داعش ډلې په ګډون تر څلوېښت ډېرې کورنس د دغه ولایت څو ولسوالیو ته ورغلې دي.

د هغه په وینا دغه داعشیان او نور وسله وال د غور ولایت څخه د فاریاب ګرزیوان او کوهستان ولسوالیو ته ولې، خو وایي، دوی هڅه کوي، پر وړاندې یې عملیات پیل کړي.

د فاریاب والي ټینګار وکړ، هڅه یې دا ده، چې ژر تر ژره د دغه وسله والو پر ضد هوايي او ځمکني پراخ عملیات پیل کړی او هغوی ترهګریزو کړنو ته پرېنږدي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي