۰

کندهار کې چاودنې ۷ ملکي وګړي ټپیان کړي دي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
راپورونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
کندهار کې چاودنې ۷ ملکي وګړي ټپیان کړي دي
راپورونه وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د موټر سایکل بم چاودنه کې ۷ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه چاودنه نن چهارشنبې د لړم ۸ مه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، چاوېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي و او موخه یې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور.

د راپورونو پر اساس په چاودنه کې د کندهار د اتمې حوزې د پخواني امر ورور ته زیان نه دی رسېدلی خو ۷ نور ملکی وګړي یې ټپیان کړي دي.

د کندهار چارواکو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري اژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي