۰
ارګ د غني د سولې د نوې طرحې په اړه د عبدالله څرګندونو ته په غبرګون کې!

دولت د سیاسیتونو په اساس عملي ګامونه اخلي، د سیاسي هوښیارتیا زمانه ده

یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته چې د ولسمشر غني د سولې د نوې طرحې په اړه یې کړې دي، توند غبرګون ښودلی دی.
دولت د سیاسیتونو په اساس عملي ګامونه اخلي، د سیاسي هوښیارتیا زمانه ده
ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته چې د ولسمشر غني د سولې د نوې طرحې په اړه یې کړې دي، توند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله په یوه تازه تلوېزیوني مرکه کې د ولسمشر غني د سولې طرحه ناکاره او نه عملي کېدونکې بللې ده.

هغه ویلي، چې د حکومت د سولې نوې اووه ماده یزه طرحه خیالي ده او دا د سولې تګلاره نه شي کېدی، بلکې په وینا یې ارګ لومړی باید سولې ته اراده پیدا کړي.

عبدالله دا هم ویلي و، چې ، ارګ ورسره د طرحې په جوړولو کې مشوره نه ده کړې او دا طرحه خیالي او د ځان غوښتنې طرحه ده.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي عبدالله دغه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ضعیف قضاوت یې کړی دی.

صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«ولسمشر د سولې په اړه خپل نظر په واضح ډول بیانوي او د پایلو لپاره یې د واضح دریځ له لارې د دولت د واقعي سیاستونو په اساس عملی ګامونه اخلي.
خو د صدیقي په وینا که څوک د سولې طرحه خیالي بولي، ضعیف قضاوت کوي اوس د سیاسي هوښیارتیا زمانه ده.

د یادونې ده، چې ولسمشر څو ورځې وړاندې سولې یوه اووه ماده ییزه طرحه اعلان کړه، د سولې اړوند ټول مسایل يې په کې ذکر کړل خو دا ځل یې شرط دا و، چې طالبان باید لومړی یوه میاشت اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي