۰

د بلخ د چهاربولک امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

چهارشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.
د بلخ د چهاربولک امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت د چهاربولک پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې امنیه قوماندان هم وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه (د لړم ۱۴ مه) د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ درې ډلیز بریدونه کړي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، د طالبانو په دغه بریدونو کې د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار کلام الدین وژل شوی او درې پولیس ټپیان شوي دی.

دغه راز نوموړی زیاتوي، چې په جګړه کې لس وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، خو طالبانو د برید او د خپل کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

چهاربولک د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د دې ولایت یو له ناارامه ولسوالیو څخه شمېر کېږي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي