۰

ننګرهار کې څلور تنه داعشیان نیول شوي

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۵
سیمه ییز چارواکي وايي، محلي پولیسو په ننګرهار ولایت کې څلور تنه داعشیان چې د ښځو جامې یې پر تن وې نیولي دی.
ننګرهار کې څلور تنه داعشیان نیول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، محلي پولیسو په ننګرهار ولایت کې څلور تنه داعشیان چې د ښځو جامې یې پر تن وې نیولي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، دغه داعشیان پرون چهارشنبې د لړم ۱۵ مه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې نیول شوي.

نوموړي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، یادو داعشیانو چې د ښځو جامې یې اغوښتې وې او غوښتل یې وتښتي خو په اچین ولسوالۍ کې د محلي پولیسو له خوا نیول شوي دي.

والي د نیول شویو داعشیانو د هویت په اړه څه خو وايي، په دغه ولایت کې ترهګرې ډلې ځپل شوې او دا چې د ښځو په جامو کې تښتي، د دې ښکارندوی یې کوي، چې دوی ډېر کمزوري شوي دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي