۰

ملي امنیت د کندهار په یوه جومات کې د طالبانو د وسلو یو زېرمه نیولې

یکشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۲۱
ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د مند حصار کلي په یوه جومات کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه کشف کړې ده.
ملي امنیت د کندهار په یوه جومات کې د طالبانو د وسلو یو زېرمه نیولې
ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د مند حصار کلي په یوه جومات کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه کشف کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وسلو دغه زېرمه پرون شنبې د لړم ۱۸ مه د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه زېرمتون کې ګڼې درنې او سپکې وسلې موندل شوې، چې په تړاو یې د یاد جومات ملا امان او دوه تنه نور هم لاس په لاس نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په کشف شوي زېرمتون کې  ۳۰ د هاوان مرمۍ، ۱۲ ماینونه، ۱۵۰ پلتې سي فور باروت، د کلاشینکوف ۲۵۰ مرمۍ، د پیکا ۷۰ مرمۍ، ۲۰ توغندي او د ماین جوړونې لویه اندازه وسایل نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو پرون سهار د کندوز په علي اباد کې هم د طالبانو د وسلو لویه زېرمه کشف کړې وه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي