ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د مند حصار کلي په یوه جومات کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه کشف کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وسلو دغه زېرمه پرون شنبې د لړم ۱۸ مه د ملي امنیت ځواکونو له خوا کشف شوې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه زېرمتون کې ګڼې درنې او سپکې وسلې موندل شوې، چې په تړاو یې د یاد جومات ملا امان او دوه تنه نور هم لاس په لاس نیول شوي دي.
خبرپاڼه وايي، په کشف شوي زېرمتون کې ۳۰ د هاوان مرمۍ، ۱۲ ماینونه، ۱۵۰ پلتې سي فور باروت، د کلاشینکوف ۲۵۰ مرمۍ، د پیکا ۷۰ مرمۍ، ۲۰ توغندي او د ماین جوړونې لویه اندازه وسایل نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو پرون سهار د کندوز په علي اباد کې هم د طالبانو د وسلو لویه زېرمه کشف کړې وه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کندهار