۰

ټاکنو کمیسیون: ښایي د لومړنیو پایلو اعلان بیا وځنډېږي

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ځينو ستونزو له امله ښايي د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شي.
ټاکنو کمیسیون: ښایي د لومړنیو پایلو اعلان بیا وځنډېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستاني وایي، د ځينو ستونزو له امله ښايي د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن نورستاني، چې د کمېسیون له نورو غړو سره یو ځای نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه کابل کې خبرې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې دوی د ټاکنو شفافیت ته ژمن دي او په دې برخه کې هېڅ ډول فشار پرې نشته او نه هم فشار ته غاړه ږدي.

نوموړي زیاته کړه، ټاکنو کمیسیون د خپل کار له پیله تر اوسه هڅه کړې ده چې د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ رڼې پایلې اعلان کړي.

هغې و ویل، همدې ته په کتو ټاکنو کمېسیون د هېواد په ډېر ولایتونو کې د هغو رایو بیا شمېرنه او تفتیش له سره پیل کړی، چې په اړه یې شکونه او شکایتونه وو.

خو په وینا یې په دې برخه کې د ځینو انتخاباتي ټیمونو په ۱۴ ولایتونو کې په دې اړه اعتراض کړی او د رایو د بیا شمېر سره یې مخالفت ښودلی دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې کمیسیون په دې برخه کې، ورترغاړې دنده تر سره کړې ده او ټولو ولایتونو ته یې خپل کارکوونکي، څارونکي او د نوماندانو ناظرین لېږلي دي څو د دې پروسې څارنه وکړي.

خو زیاتوي، چې په ډیریو ولایتونو کې یې د ځینو نوماندانو د پلویانو له لوري د کار مخه نیول شوې ده چې دوی یې اندېښمن کړي دي.

نوموړې و ویل، کمېسیون د ټاکنیز مهالوېش د رعایت لپاره خپله ټوله هڅه کړې ده خو د ځینو ننګونو او ستونزو له امله، بیا هم اندېښنه لري چې ښایي لومړنۍ پایلې پر ټاکلې نېټه (د لړم په ۲۳مه) اعلان نه شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي