۰

سږ کال د ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څېړل شوې

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۲
لوی څارنوالي وایي، سږ کال (۱۳۹۸ ) کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲۵۰۰ زیاتو قضیو ته رسېدنه شوې او څېړل شوې دي.
سږ کال د ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۵۲۷ قضیې څېړل شوې
لوی څارنوالي وایي، سږ کال (۱۳۹۸ ) کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲۵۰۰ زیاتو قضیو ته رسېدنه شوې او څېړل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، دغه قضیې په مکمل ډول څېړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې سږ کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوې ۲۵۲۷ قضیې په مکمل ډول څېړل شوې دي.

د هغه په وینا لویې څارنوالۍ دغه ټولو قضیو ته د قانون په چوکاټ کې په جدي او عادلانه توګه رسیدګي کړې او په مکمل ډول یې څېړلې دي.

دی وایي، په دغه قضیو کې وهل ډبول، جنسي تېری، ځورونه، اجباري نکاح، له واده او کار څخه مخنوی او دغه راز په مالونو کې نه تصرف کول هغه پېښې دي، چې ثبت شوې.

رسولي زیاته کړه، چې په دغه قضیو کې ۱۲۴۰ یې د وهلو ډبلو، ۲۶۳ یې د ځورونې، ۲۱۷ یې د سپکاوي، او ۱۴۹ یې د جنسي تېري دي.

له دې سره تر څنګ د لویې څارنوالۍ ویاند دا هم و ویل، چې په څارنوالیو کې د ښځینه قاضیانو ګمارنه هم له ۶ ولایتونو و ۳۲ ولایتونو ته غځېدلې او دغه راز په څارنوالیو کې د ښځینه کارکوونکو په کمارنه کې هم له درې سلنې تر ۲۲ سلنې لوړوالی راغلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي