د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د دوی استازی به هم د چین پلازمېنې بېجنګ بین الاافغاني غونده کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، دوی به یادې غونډې ته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ورولېږي.
سرچینه وايي، هیله لري وکړی شي، چې د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ادا کړي او دلته روانه جګړه او اوسنۍ نا امني پای ته ورسېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې غونډه به څه وخت جوړېږي.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي او هیله لري چې د روانې جګړې په ختمولو کې مثبت ګامونه اوچت شي.
جمهورخبري آژانس:کابل