۰

د بشري حقونو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ ۸ سلنه زیات شوی

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر په پرتله ۸ سلنه زیات شوی دی.
د بشري حقونو کمېسیون: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ ۸ سلنه زیات شوی
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د تېر په پرتله ۸ سلنه زیات شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمسیون زیاته کړې، چې تر ډېره پورې تاوتریخوالۍ په کورونو کې شوی او کورنۍ یې د ښځو لپاره تر ټولو نا امنه ځایونه بللي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون غړې شبنم صالحي نن شنبې د لیندۍ ۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې سږ کال د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر تاوتریخوالۍ په کورنیو کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۷ میاشتو کې چې له ښځو سره کوم تاوتریخوالی شوي، ښيي، چې ۹۷ سلنه یې په کورونو کې تر سره شوی دی.

دا وایي، دې ته په کتو ویلی شي، چې کورنۍ د ښځو لپاره تر ټولو ناامنه ځایونه دي او ښځې تر ډېره پورې د کورنۍ سره په ګډ ژوند کې تر تاوتریخوالي لاندې دي.

په ورته وخت کې د کمېسیون مشره شهرزاد اکبر و ویل، چې په تېرو ۷ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۶۲ پېښې د کمېسیون په ولایتي دفترونو کې ثبت شوې دي.

مېرمن اکبر وايي په دغه شمېر ثبت شویو تاوتریخوالیو کې ۸۶۱ یې فزیکي، ۴۸۵ اقتصادي، ۱۲۳ جنسي، ۱۴۱ رواني او ۲۵۲ یې نور تاوتریخوالي دي.

د هغې په وینا په ټول کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۸.۲ سلنه زیات شوی دی، چې لامل یې هم فقر، بې سوداي، د ښځو له اساسي حقوقو نه خبرتیا او د قانون خلاف رسم او رواجونه دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي