۰
د بشري حقونو کمېسیون:

زندانونو کې له ښځینه زندانیانو د جنسي استفادې موضوع څېړو

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په زندانو کې له ښځینه زندانیانو د جنسي ګټې اخیستې ادعاوې په جدي ډول څېړي.
زندانونو کې له ښځینه زندانیانو د جنسي استفادې موضوع څېړو
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په زندانو کې له ښځینه زندانیانو د جنسي ګټې اخیستې ادعاوې په جدي ډول څېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، چې د افغانستان په یو شمېر زندانونو کې له ښځینه زندانیانو ناوړه ګټه اخستل کېږي.

دغه موضوع لومړی په خواله رسنیو کې رادبره شوې او په اړه یې شوې ادعاوې لاس په لاس کېږي، چې په پلچرخي او بادام باغ زندانونو کې دغه ناوړه کار تر سره کېږي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه ادعاو د تایید او رد په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي، چې دوی دغه اداوې په جدي توګه څېړل غواړي.

د یاد کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحي نن شنبې د لیندۍ ۲ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د دغو ادعاو د څېړلو لپاره یې یو شمېر زندانونو په ځانګړي ډول څرخي پله زندان ته یو پلاوی لېږلی دی.

نوموړې زیاته کړه، که چېرې په زندانونو کې له ښځینه زندانیانو د جنسي استفادې اداوې وي، نو دا بیا مستند کولو ته اړتیا لري، چې په وینا یې د دوی لېږلی پلاوی تر اوسه له داسې څه سره نه دي مخ شوي.

د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر و ویلو چې د بشري حقونو کمېسیون له یو شمېر زندانونو په منظم ډول څارنه کوي، خو د هغه زندانونو په اړه یې اندېښنه وښوده، چې په وینا یې د دوی له څار څخه لرې دي.

مېرمن اکبري و ویل، چې د دوی له څار لرې زندانونو کې دا ستونزې شته، چې زندانیان روغتیايي خدماتو، تعلیم او تربیې ته لاس رسی نه لري او کېدی شي، په ځینو مواردو کې جنسي ناوړه کارونه هم شوي وي.
 
د یادونې ده، چې کورنیو چارو وزارت د هغه څه په اړه چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي