۰

راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس جوړېږي

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۳
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشت جوړه شي.
راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس جوړېږي
 د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د استانبول غونده به راتلونکې میلادي میاشت جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبر د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ورکړ.

نوموړي و ویل، ټاکل شوې راتلونکې میلادي میاشتې په ۸ مه نېټه د افغانستان په اړه د استانبول پروسې کنفرانس ترکیه کې جوړ شي.

په ورته وخت کې ګران په بهرینو چارو وزارت کې د پراخو اصلاحاتو خبر ورکړ ویې ویل، چې کارونه په پوره چټکۍ روان دي او ډېر ژر به په بېلو برخو کې د مهمو پرمختګونو شاهدان وو.

ده زیاته کړه، چې په وروستیو اونیو کې پنځه هغه سفیران او مرستیالان یې له بهرنیو هېوادونو رابلل شوی چې د کار موده یې پوره شوې وه خو لا یې دندې ته ادامه ورکوله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د وزارت نوې رهبري د ولسمشر په لارښوونه داصلاحاتو راوستو ته ژمنه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي