۰
کابل کې د هند سفیر:

کابل او ډیلی پاکستان کې د مېشتو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
کابل کې د هندي سفیر وینی کمار ویلي، افغانستان او هندوستان د ترهګرۍ له یوې ځالې تر ګواښ لاندې دي.
کابل او ډیلی پاکستان کې د مېشتو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي
کابل کې د هندي سفیر وینی کمار ویلي، افغانستان او هندوستان د ترهګرۍ له یوې ځالې تر ګواښ لاندې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کمار دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه کابل کې  د افغانستان د سولې او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان او هند دواړه په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي او اسلام آباد یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې له تېرو دریو- څلورو کلونو راهیسې د ترهګرو لپاره یوه تکیه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند یې په ګډه اغېزمن کړي دي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو پر ضد کلک اقدامات وکړي، ځکه چې نه یوازې افغانستان او هند بلکې ټوله سیمه یې ګواښلې ده.

ښاغلي کمار پر افغان سوله هم خبرې  وکړې  او  ویې ویل، چې هند په افغانستان کې د سولې  او ثبات راتګ ته ژمن دی او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

هغه وویل« زموږ سوله په افغانستان کې خوندي ده، ځکه خو موږ ټول په افغانستان کې د سولې لپاره د یو میکانیزم په جوړولو کې مرستې ته چمتو یوو.»

ښاغلي کمار همدا راز وویل، جنوبي اسیا هم د نورو هېوادونو په څېر سوله، ثبات او هوساینه ترلاسه کولی شي او دې لپاره اړتیا ده چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړای شي.

نوموړي دغه راز د سیمې د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره اقتصادي راکړه ورکړه مهمه وبلله او زیاته یې کړه د هند بهرنۍ پالېسي د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو پر بنیاد ولاړه ده.

 نوموړي زیاته کړه، هند له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د درې ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې منځه یې تر اوسه له دوه ملیارده ډالرو زیاتې پیسې پر افغانستان لګولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي