۰

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې په رسمي توګه پیل شوې

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
یوه امریکایي چارواکي تایید کړې، چې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې درېدلي مذاکرات یو ځل بیا رسمي پیل شوي دي.
د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې په رسمي توګه پیل شوې
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې دا رسمي مذاکرات نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه د امریکایي او طالب استازو تر منځ پیل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې  په دغه خبرو کې به کې د دواړو لورو تمرکز په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمولو وي، چې ورسره به بین الافغاني خبرو او اوربند ته زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا هم دا خبره تایید کړه او ویلي ویل، تمه د خبرو په دې پیل کې د دواړو لورو ترمنځ د تېرو ۹ میاشتنیو مذاکراتو مصوبې هم لاسلیک شي.

سید اکبر آغا زیاته کړه، چې د دغه مصوباتو په لاسلیک سره به دایمي اوربند رامنځ ته او رسمي بین الاافغاني مذاکرات به پیل شي.

خو په وینا تر چې  د طالبانو او امریکا تر منځ د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک شوې نه وي، طالبان به اوربند او بین الاافغاني خبرو ته حاضر نه شي.

بل پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالحکیم مجاهد هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې ښايي نن د طالبانو او امریکا تر منځ قطر کې بیا خبرې پیل شي.

هغه و ویل، چې دا به رسمي خبرې نه وي، بلکې د رسمي خبرو د پیل لپاره به زمینه برابره کړي تر څو ورو ورو رسمي خبرې هم پیل شي.

ښاغلي مجاهد ټينګار وکړ، چې په خبرو کې  د دواړو لورو له خوا نرمښت ښودل شوی او سولې ته د رسېدو په خاطر یې په پالیسیو کې نوی بدلون تر سترګو کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدې تغیراتو او نرمښتونو ته په کتو ښایي په روانه اوونۍ کې د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي مذاکرات پیل شي.

د یادونې ده، چې  خلیلزاد قطر ته له تلو وړاندې دوه ورځې کابل کې و او له افغان ولسمشر، اجرائیه رییس او نورو افغان سیاسیون سره یې پر سوله خبرې وکړې.

ځینې سرچینې وايي، کابل ته د  خلیلزاد د داځلي سفر اصلي موخه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پیلېدا ده.

کابل ته د خلیلزاد تر سفر لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې خلیلزاد به ډېر ژر قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره به د سولې مذاکرات پیل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي و، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي تر ځو له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي