۰

د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړيوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه

یکشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ته د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.
د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړيوال جام ته افغان لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام ته د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن یکشنبې د لیندۍ ۱۷ مه فرهان زاخېل په مشرۍ دغه ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې چارواکي وايي، لوبغاړي یې ټول د دوی کارکردګۍ او وړتیاو ته په کتو غورکړي تر څو په یاد جام کې ښه وځېلېږي او هېواد ته ویاړونه راوړي.

په دغه ۱۵ کسیزه ډله کې فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي شامل دي.

همدا راز سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ چې يو ورځنۍ دي د سويلي افريقا په کوربه توب ترسره کېږي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سويلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.

جمهورآژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي