۰

د واشنګټن پوسټ راپور د امریکایي سناتورانو غبرګونونه پارولي دي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
د افغانستان د جګړې په اړه د واشنګټن پوست ورځپاڼې وروستي راپور د یو شمېر امریکايي سناتورانو سخت غبرګون راپارولی او وايي، حکومت باید په دې اړه سنا ته ځواب و وايي.
د واشنګټن پوسټ راپور د امریکایي سناتورانو غبرګونونه پارولي دي
د افغانستان د جګړې په اړه د واشنګټن پوست ورځپاڼې وروستي راپور د یو شمېر امریکايي سناتورانو سخت غبرګون راپارولی او وايي، حکومت باید په دې اړه سنا ته ځواب و وايي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼې هغه اسناد خپاره کړي، چې ښيي امریکایي لوړ پوړو چارواکو افغانستان کې د ۱۸کلنې جګړې په اړه ناسم او تېرایستونکي معلومات ورکړي دي.

ورځپاڼې ویلي، دغه اسناد یې له ۴۰۰ څخه د زیاتوو لوړ پوړو نظامیانو سره د مرکو پر بنسټ راټول  کړي دي او د دغو اسنادو د خپرولو لپاره یې درې کاله مبارزه کړې ده.

دغه ورځپاڼې وايي، په راټولو کړیو مرکو کې ټولو پوښتل شویو کسانو ورته ویلي، چې ولې او د کومې تېروتنې له امله د افغانستان جګړه شل کاله اوږده شوه.

دغه اسناد ښيي، چې امریکايي لوړ پوړو چارواکو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان خلک په ډېرو هیله بخښونکو  خو ناسمو بیانونو غولولي او خطا کړي دي.

د راپور له مخې امریکايي چارواکي پوهېدل چې بیانونه یې ناسم دی، په دې اړه یې اسناد پټ وساتل چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده.

امریکايي چارواکو ویلي، دوی فکر نه کاوه چې بیانونه به یې خواره شي، خو په وینا یې چې په افغانستان کې د دوی د جګړې ستراتیژيو نیمګړتیاوې لرلې او ویې نه شوای کولی چې د سلګونه ملیارده ډالرو په لګولو سره دا هېواد یو ولسواک او په باثباته  هېواد بدل کړي.

چارواکو دا هم منلې چې د اداري فساد، پیاوړې اردو او د اپینو د قاچاق په مخنیوي کې هم امریکا  ناکامه وه.

راپور وايي، ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ ژمنې کړې وې چې د افغانستا ن د ملت سازۍ په جنجال کې به کار نه لري خو بیا هم حتی د جګړې په لومړیو ورځو کې د امریکا لوړ پوړي چارواکي او ان پالیسي جوړوونکي د واشنګټن د اهدافو او ستراتیژیو په اړه د ګنګسیت ښکار وو.

امریکايي سناتورانو د دغه راپور تر خپرېدو وروسته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د دغه راپور په اړه باید پلټنې وشي او امریکایي حکومت باید سنا ته ځواب و وايي.

ګڼو سناتورانو د خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي چې درې امریکایي ولسمشران او لوړپوړي نظامي چارواکي باید د امریکا ولس ته په دې اړه معلومات ورکړي چې د افغان جګړې ماهیت څه دی او ولې دومره امریکايي عسکر په دغه هېواد کې و وژل شول.

دوی همدا راز امریکايي ولسمشران په دې پړه بولي چې اتلس کاله یې د افغان جګړې په اړه معلومات له خلکو پټ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي