۰
واشنګټن پوست:

پاکستان له افغانستان سره دوه مخې پالیسي چلوي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۷
واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، پاکستان کې د ترهګرو پر مرکزونو، پټنځایونو او روزنځایونو سترګې نه شي پټېدای او دا دې ښکاره بېلکه ده، چې دغه هېواد له افغانستان سره دوګونی چلند کوي.
پاکستان له افغانستان سره دوه مخې پالیسي چلوي
واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي، پاکستان کې د ترهګرو پر مرکزونو، پټنځایونو او روزنځایونو سترګې نه شي پټېدای او دا دې ښکاره بېلکه ده، چې دغه هېواد له افغانستان سره دوګونی چلند کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې زیاته شوې، پاکستاني چارواکي یوازې د دروغو ژمنې کوي او نړیوالو ته ځان داسې ښيي چې ګواکي افغان سولې ته ژمن دي.

مقاله کې ویل شوي، پاکستان په افغانستان کې ستراتيژيکې او اوږدمهاله ګټې لري نو د دغه ګټو د ترلاسه کولو لپاره له وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
واشګټن پوست وایي، د دغه دوګوني چلند لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وروستۍ څرګندونې ښه ثبوت دی.

په مقاله کې لیکل شوي، پاکستان دې نور له دوه مخي چلند تېر شي او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رښتینې همکاري وکړي، څو سیمې ته دایمي سوله او ثبات راشي.

د سرچینې په وینا که پاکستان د افغان جګړې په ختمولو کې همکاري و نه کړي، نو د دې احتمال شته چې روانه جګړه د پاکستان لمنې ته هم ورسېږي.

واشنګټن پوست دا مقاله پر داسې مهال خپروي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تایید کړه، چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې دي.

نوموړي دا هم ویلي و، چې د طالبانو ټپیان پاکستان ته د درملنې لپاره وروړل کېږي او ان مړي یې لا په دغه هېواد کې خښږېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي