۰

پنټاګون له افغانستان د ځواکونو کمولو په مختلفو لارو چارو غور کوي

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وايي، دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستان د امریکايي ځواکونو د کمولو په مختلفو لارو چارو غور کوي.
پنټاګون له افغانستان د ځواکونو کمولو په مختلفو لارو چارو غور کوي
د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي  وايي، دفاع وزارت یا پنټاګون له افغانستان د امریکايي ځواکونو د کمولو په مختلفو لارو چارو غور کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مارک میلي، چې د امریکا له دفاع وزیر مارک اسپېر سره یو ځای پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه کانګرس ته دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د امریکايي ځواکونو لږ تر لږه موجودیت هم یو انتخاب دی.

که څه هم نوموړي و ویل، چې دوی له افغانستان د ځواکونو د کمولو په مختلفو لارو چارو غور کوي، خو دا یې ونه ویل، چې څومره سرتېري کموي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر وویل چې له طالبانو سره د سولې د هڅو تر څنګ، اړتیا ده چې امریکا له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز وکړي.

هغه زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد یو مهم ماموریت لري، په دې مانا چې دغه هېواد به هېڅکله د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او له دغه خاورې به پر امریکا برید ونه شي.

نوموړي هم و ویل، چې پنټاګون په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو ته چمتو دی او هلته د مېشتو ځواکونو یوه برخه به نورو سیمو ته ولېږدول شي چې د امریکا ګټې خوندي کړي.

د یادونې ده، چې امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري، چې پنځه زره یې د ترهګرۍ پر ضد فعالیتونو کې برخه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي