۰

دفاع وزارت بدخشان کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
ملي دفاع وزارت وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت بدخشان کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
ملي دفاع وزارت وايي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د بدخشان ولایت نسي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی دی.

خبرپاڼه ټینګار کوي، چې دغه برید د نسی ولسوالۍ د لواخه په سیمه کې، چېرته چې د طالبانو د سوق او ادارې مرکز دی د طالبانو پر غونډه شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د قاري سمیع الله په نوم د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې، مهمات او نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي