۰

د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون لاسلیک شو

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۴
د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رئیس یما شمس او د قزاقستان INKON KZ کمپنۍ مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون لاسلیک شو
د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې د لومړي فاز جوړولو تړون کې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې رئیس یما شمس او د قزاقستان INKON KZ کمپنۍ مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې  وایي، دغه تړون نن د ولسمشرۍ محمد اشرف غني په حضور کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شو.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې لومړی فاز ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري او د هرات غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تېرېږي.

خبرپانه زیاتوي، دغه پروژه چې په ۱۶ میاشتو کې به پای ته ورسېږي، له ۵۸.۵ میلیون ډالرو څخه زیات لګښت پرې راځي او د افغانستان حکومت له لوري تمویلېږي.

د یادونې ده، چې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د ۲۲۵ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي په ۴ برخو کې د ایران او افغانستان ترمنځ جوړېږي.

د دې پروژې دوه لومړنۍ برخې، د ۷۶ کیلومټرو په اوږدوالي د ایران له خواف تر شمتیغ سرحد پورې وړاندې جوړه شوې او ګټې اخیستنې ته اماده شوې او د دریمې برخې کار د افغانستان په خاوره کې د ۶۲ کیلومټرو په اوږدوالي له شمتیغ سرحد څخه تر غوریان ولسوالۍ پورې ۹۵ سلنه بشپړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي