۰
ولسمشرغني:

د فساد سره د مبارزې لپاره قوي داخلي اجماع او همغږۍ ته اړتیا ده

یکشنبه ۲۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې له فساد سره د جدي مبارزې لپاره په داخل کې قوي همغږي، اجماع او ژمنتیا اړینه ده.
د فساد سره د مبارزې لپاره قوي داخلي اجماع او همغږۍ ته اړتیا ده
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې له فساد سره د جدي مبارزې لپاره په داخل کې قوي همغږي، اجماع او ژمنتیا اړینه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه یې ارګ کې د فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله، و ویل، چې شته فساد په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته زیان اړولی دی.

ښاغلي غني په ټینګار سره زیاته کړه، د اداري فساد پدیده د دې لامل شوې، چې پر افغان حکومت د نړیوالو نیوکې وشي او د افغانستان نوم ته په نړیواله کچه زیان واړوي.
 
ولسمشر و ویل، چېه عایداتي څانګو کې ډېر فساد موجود دی او د غیرقانوني مداخلو له امله لا هم نیمایی عواید حیف و میل کېږي او د دغه فساد ډېری قربانیان بې وزله افغانان دي.

هغه اداري فساد جدي ستونزه بولی او وایی له دغه پدیدې سره د مبارزې لپاره د قانون حاکمیت اړین دی او په دې هکله هرډول منفي مداخله باید جرم وبلل شي.

ښاغلي غني و ویل«مونږ په تېرو دورو کې له فساد سره د مبارزې لپاره اجماع نه درلوده او له اجماع پرته په دې برخه کې چټک اقدامات ستونزمن وي. موږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې ګډې ژمنې ته اړتیا لرو او د قانون حاکمیت په دې اړه ترټولو مهم دی. د قانون په حاکمیت کې هرډول منفي مداخله د هر چارواکي له لوري چې وي باید جرم وګڼل شي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د اداري فساد د جرړو د ایستلو لپاره باید مدیریت پیاوړی شي او د نورو اړینو اقداماتو ترڅنګ په دولتي ادارو کې د ټکنالوژۍ واحد سیسټم عملي شي.

په ورته وخت کې ولسمشر و ویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د پام وړ اقدامات تر سره شوي هم دي.

دی وایي، سیسټمونه اصلاح شوي، قوانین رامنځته شوي، تر ډېره بریده په ملکي او امنیتي برخو کې د خیالي کارکوونکو مخه نیول شوې، لسګونه لوړ رتبه چارواکي چې په فساد کې ښکېل وو مجازات شوي او د استخدام پروسه شفافه شوې ده.

ولسمشرغني یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د اداري فساد سره د مبارزې د لا اغیزمنتیا لپاره د موازي او غیرموثرو ادارو مخنیوی اړین دی او په وینا یې  د هغو پیسو په اړه دې هم باید حساب ورکړل شي چې د ځینو نړیوالو ادارو له خوا په افغانستان کې لګول کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي