۰
ولسمشرغني:

د تاوتریخوالي کمول سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی

شنبی ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۱۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمولو هوکړې اونۍ د پیل کېدو په اړه ملت ته په وینا کې و ویل چې د تاوتریخوالي کمول سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی.
د تاوتریخوالي کمول سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تاوتریخوالي کمولو هوکړې اونۍ د پیل کېدو په اړه ملت ته په وینا کې و ویل چې د تاوتریخوالي کمول سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون جمعه د کب ۲ مه په خپلو خبرو کې زیاته کړه دا چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي په پام وړ کموالي موافقه وکړه دا هم اوربند او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.

ښاغلي غني و ویل، خپلو ځواکونو ته یې امر کړي، چې په دې مرحلې کې به پر طالبانو بریدونه نه کوي خو په وینا یې داعش، القاعده او نوروې ترهګرې ډلې له دې مثتثا نه دي او پر ضد به یې عملیات روان وي.

هغه ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ ډېره مهمه ده او په خبره یې د سولې په اړه نور اقدامات به د دغه بهیر تر ختمېدو او ارزولو وروسته اخیستل کېږي.

ولسمشر وایي، افغان حکومت به د سولې د خبرو مشري کوي او په تېرو څو ورځو کې یې د سولې په اړه د افغان امنیتي ځواکونو له مشرانو، چارواکو، سیاستوالو او نورو مخورو سره خبرې کړي او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه ویلي دي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ د تېرې شپې له ۱۲ بجو څخه پیل شوه، چې د افغانانو او نړیوالو له خوا یې هرکلی شوی دی.

دا بهیر به یوه اونۍ وي او که بریالی ختم شو، بیا به بله شنبه (فبروري۲۹) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیږي چې بین الافغاني مذاکراتو ته به لار پرانیزي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي