۰
یونسیف:

افغانستان کې هره ورځ ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي

سی شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۴
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونسیف وايي، په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.
افغانستان کې هره ورځ ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونسیف وايي، په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې دغه معلومات نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ورکړي دي.

په دغه راپور کې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو خونړۍ هېواد بلل شوی راغلي، چې جګړې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ میلادي کلنو ترمنځ ۶۵۰۰ افغان ماشومان وژلي او نږدې ۱۵۰۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

دغه راز په راپور ویل شوي ډېر هغه ماشومان، چې د ښکیلو غاړو ترمنځ د مخامخ جګړو څخه تښتېدلي اوس هم د تاوتریخوالي اغیزې پر خپل ورځني ژوند احساس کوي.

په راپور کې، جګړې، ځانمرګي بریدونه، چاودنې، هوايي عملیات، ناچاودي توکي هغه څه بلل شوي، چې د ماشومانو او په ټول کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې لامل ګرځېدلي دي.

راپور وايي، د ۲۰۱۹میلادي کال په لومړیو نهه میاشتو کې ځانمرګي بریدونه او د د ناچاودیدلو توکو چاودنو تر ۴۲ فیصدو پورې د ملکي وګړو د تلفاتو سبب شوي دي.

یونیسف زیاتوي، چې د افغان حکومت او د هغوی د ملاتړو ځواکونو له خوا تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې هوايي بریدونه د ۲۳۶ تنو د وژل کېدو او په همدې شمیر د نورو د ټپي کیدو سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مشرې هینریتا فور په دې راپور کې ویلي«افغان ماشومان، د هغوی کورنۍ او کلیوال هره ورځ د دغې وحشتناکو جګړو له پایلو کړیږي.»

میرمن فور زیاته کړې، همدا ماشومان بیا په همدې حالت کې وده مومي، ښوونځیو ته ځي، کسب او کار زده کوي او خپلو ځانونو لپاره راتلونکي جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په دغه راپور دا هم ویل شوي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د راپور له مخې په کلیوالو سیمو کې تر ۴۷ فیصدو پورې ماشومان، چې عمرونه يې ښوونځیو ته د تللو عمر سره برابر دي له ښوونځیو بهر دي.

یونسیف په افغانستان کې د جګړې دوام ته په کتنې د ټولو ښکیلو غاړو د افغان ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او د ښکیلو غاړو یې غوښتي، چې ماشومانو ته د زده کړو روغتیا، پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاس رسي د برابرولو په برخه کې کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي