۰

د امریکا په تاریخ کې د درېیم ولسمشر استیضاح، ټرمپ هم استیضاح کېږي

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۸
د امریکا د متحده ایالاتو ګانګرس د رایو په اکثریت سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو پرېکړه کړې ده.
د امریکا په تاریخ کې د درېیم ولسمشر استیضاح، ټرمپ هم استیضاح کېږي
د امریکا د متحده ایالاتو ګانګرس د رایو په اکثریت سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح کولو پرېکړه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ولسمشر ټرامپ له واکه د ناوړې ګټې اخیستنې او د کانګرس د کارونو پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو تور دی.

د ترمپ د استیضاح لپاره له ډېرې مودې راهیسې بحثونه او جنجالاونه روان وو خو بالااخره پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه ګانکرس د هغه ا ستیضاح پرېکړه وکړه.

د ټرمپ د استیضاح لپاره د کانګرس د ۴۲۶ غړو له ډلې ۲۳۰ تنو موافقه او ۱۹۷ تنو مخالفه رایه ورکړه او د هغه د استیضاح پرېکړه یې وکړه.

د امریکا د کانګرس غړو ټرمپ تورن کړ، د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د تحقیقاتو د پیلولو لپاره پر اوکراین فشار راوړی او دغه رایې د کانګرس د کار د مخنیوي هڅه کړې ده.

د امریکا د کانګرس دغه پرېکړه به اوس سنا ته ځي تر څو هلته هم په دې اړه بحثونه وشي او وروسته به ټرمپ یوه ځانګړې  محکمه چې مشري به یې د سترې محکمې رییس کوي استیضاح کېږي.

کانګرس به د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو کې په دې اړه تصمیم ونیسي، ولسمشر ټرمپ له واک څخه لرې کړي که نه.

د یادونې ده، چې ټرمپ د امریکا په تارېخ کې درېیم ولسمشر دی، چې په اړه یې د استیضاح پرېکړه کېږي.

له ده وړاندې  اندرو جانسن او بل کلنټن هم د کانګرس له خوا استیضاح شوي، خو یو یې هم له واک څخه نه دی لرې کړی شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي