۰

پاکستان په ناامنیو سره غواړي د افغانستان شمال بندرونه وتړي

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
د ولسي جرګې یو غړی وایي، پاکستان هڅه کوي، د افغانستان په شمال کې د امنیو په زیاتولو سره دلته شته سوداګریز بندرونه وتړي، تر څو افغانستان یوازې د پاکستان په بندرونو تکیه وکړي.
پاکستان په ناامنیو سره غواړي د افغانستان شمال بندرونه وتړي
د ولسي جرګې یو غړی وایي، پاکستان هڅه کوي، د افغانستان په شمال کې د امنیو په زیاتولو سره دلته شته سوداګریز بندرونه وتړي، تر څو افغانستان یوازې د پاکستان په بندرونو تکیه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهیم زاده د نن شنبې مرغومي ۲۱ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د هېواد په شمال کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نه همغږۍ له امله نېږده ده، چې طالبان د شمال د بندرونو کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

هغه و ویل«په بلخ ولایت کې امنیتي ځواکونو همغږۍ نه لري، هر یو قوماندان په دې فکر کې دی، چې پیسي پیدا کړي او ترکیه کې ځان ته کور واخلي، پاکستان هم غواړي او هڅه کوي، چې د طالبانو پر مټ د ناامنیو په زیاتولو سره د حیرتان، آقینې او شېرخان بندر وتړي، تر څو د افغانستان تجارت بیا هم یوازې په پاکستان پورې وتړل شي.»

دغه وکیل ټینګار وکړ، چې پاکستانیان په خپل ټول توان هڅه کوي، چې د افغانستان واردات د شمال له بندرونو ودروي، تر څو د شمال له لارې کابل ته هېڅ شی وارد نه شي.

د هغه په وینا طالبان هره ورځ د شمال په لویو لارو ۱۰ بوجۍ روپۍ ټولوي او له هر موټر څخه له پنخوس تر سل زره پورې افغانۍ اخلي، تر څو موټر چلوونکي نور په دغه لار تګ راتګ ونه کړي.

د جرګې رییس میررحمان رحماني په شمال کې د افغان ځواکونو پر نه همغږۍ نیوکه وکړه او د داخلي امنیت کمېسیون ته یې سپارښتنه وکړه، چې د دغه ستونزې د حل په موخه اقدام وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي