۰

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال: د ټاکنو پایلې نباید د سولې بهیر قرباني شي

یکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان نباید د سولې د روانو مذاکراتو په خاطر نور وځنډول شي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال: د ټاکنو پایلې نباید د سولې بهیر قرباني شي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان نباید د سولې د روانو مذاکراتو په خاطر نور وځنډول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صدیقي د جرګې د نن یکشنبې مرغومي ۲۹ مې په غونډه کې و ویل، چې د ټاکنو پایلې د سولې د روان بهیر قرباني شوې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د ټاکنو پایلو اعلان نه باید برمته ونیول شي او دواړه ټاکنیز کمېیسیونه اړ دي، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د مشرانو جرګې بل غړي ګل احمد اعظمي هم ټينګار درلود، چې د ټاکنو کمېسیونونه باید پایلې اعلان کړي تر چې نوی حکومت د سولې پروسه په ډاډمنه توګه مخ ته یوسي.

ده زیاته کړه، چې دواړه کمېسیونونه باید په همغږۍ سره د ټاکنو پایلې اعلان کړي که نه پرته له دې باید اساسي قانون کې تغیر راولي او د ټاکنو د اعلان نېټه شپږ میاشتې جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وایي، دوی پرون شنبې د مرغومي ۲۸ مه د ۲۲۰۰ استینافي شکایتونو څېړنه پیل کړې، چې په ۱۵ ورځو کې به بشپړه او د ټاکنو نهايي پایلو اعلان ته به زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي