۰

شاه حسین مرتضوی لوی څارنوالۍ احضار کړی و

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۰
په فرهنګي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوی لوی څارنوالۍ ته په حاضرېدو سره وایي، د قانون اطاعت یې کړی دی.
شاه حسین مرتضوی لوی څارنوالۍ احضار کړی و
په فرهنګي چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارشد سلاکار شاه حسین مرتضوی لوی څارنوالۍ ته په حاضرېدو سره وایي، د قانون اطاعت یې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرتضوي پرون په خپله فسبوک پاڼه لیکلي و، چې د ثبات او همپالنې ټیم په ټاکنو کې له بریالیتوب ناهیلی شوی او اوس یې د یوې بلې سیاسي فتنې رامنځ ته کولو تابیا کړې ده.

هغه دا هم ویلي و، چې د ثبات او همپالنې ټیم د سیاسي فتنې رامنځ ته کولو لپاره د مېز پر سر ګڼې سناریوګانې لري، خو باوری دی، چې ولس به یې ملاتړ ونه کړي.

خو له دې وروسته فکر کېږي، چې د ثبات او همپالنې ټیم د دغه څرګندونو په اړه لویه څارنوالی کې شکایت ثبت کړی، چې پر اساس یې مرتضوي لویې څارنوالۍ ته احضار شوی دی.

خپله مرتضوي هم لوی څارنوالۍ ته د احضارېدو خبر مني او وايي، د قانون اطاعت یې کړی ځکه قانون باید په ټولو یو شان پلی شي.

نوموړي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ځواب ورکولو فرهنګ باید بنسټیز شي تر څو د هېواد عدلي او قضايي بنسټونه په خپل ټول توان قانون پر ټولو یو شان پلی کړی.

دی وايي، د لوی څارنوالۍ تر استعلام تر لاسه کولو وروسته به له خپلو حقوقي همکارانو سره سلا مشوروه وکړي او بیا به خپل ځواب و وايي.

خو ټینګار یې کړی تمه لري، هغه ورځ راشي، چې د عدالت تېره توره دومره جنایت کارانو، ځمکې د غاصبانو، مافیا، پردیو جاسوسانو، د ترهګرو ملاتړو او بشري حقونو د ماتوونکو تر غړی هم ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي