۰

د انسان تښتوونکو یوه ۹ کسیزه ډله په بند محکومه شوې ده

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۵
لوی څارنوالۍ وایي، هرات کې یوې محکمې د انسان تښتوونکو یوه ۹ کسیزه ډله، له شپږ تر کابو ۲۹ کلو پورې په بند محکومه کړې ده.
د انسان تښتوونکو یوه ۹ کسیزه ډله په بند محکومه شوې ده
لوی څارنوالۍ وایي، هرات کې یوې محکمې د انسان تښتوونکو یوه ۹ کسیزه ډله، له شپږ تر کابو ۲۹ کلو پورې په بند محکومه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوی څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي وایي، دغه ۹ کسیزه ډله له هرات څخه د دریو کسانو د تښتونې په تور نیول شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد کسان تر نیولو وروسته د کورني او بهرني امنیت د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ ته سپارل شوې وه، چې وړمه ورځ محاکمه شول.

د رسولي په وینا له دغه کسانو محمد داوود په ۲۸ کاله او لس میاشتې بند، غلام فاروق په ۲۵ نیم کاله بند، نثار احمد په ۲۳ نیم کاله بند، عزیز احمد په ۲۵ کاله او ۱۰ میاشتې بند، محمد رفیع او فرامرز په ۱۲ -۱۲ کاله بند، فضل احمد په ۷ نیم کاله بند، عبدالظاهر او حاجي عسل هر یو په ۶ – ۶ کاله بند محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل د پولیسو څلور لوړ پوړي چارواکي، چې  نشه يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي و هم په بند محکوم کړل.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت له خوا لاس په لاس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.

له هغه سره سره یو ځای دي د هغه درې نور ملګري، چې یو په کې د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریست د کشف امر لر او دوه نور افسران نورالدین او محمد عیسی هم د پولیسو له خوا نیول شوي وو.

لویه څارنوالی وايي، چې دغه څلور واړه له یوه نیم کال تر ۱۷ کاله په بند باندې محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشد رسولي وايي، له محکوم شویو کسانو میان احمد احمدي، په ۱۷ کاله او درې میاشتې بند، امر لمر په اوه نیم کاله بند، او نور الدین او محمد عیسی په یوه نیم یوه نیم کال بند محکوم شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي