۰
خلیلزاد:

د پاکستان او افغانستان خاورې باید د یو بل پر ضد و نه کارول شي

سی شنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
د افغان سولې لپار د امریکا ځانګړی استازي چې دا مهال په پاکستان کې دی وايي، د پاکستان او افغانستان خاورې باید یو د بل پر ضد ونه کارول شي.
د پاکستان او افغانستان خاورې باید د یو بل پر ضد و نه کارول شي
د افغان سولې لپار د امریکا ځانګړی استازي چې دا مهال په پاکستان کې دی وايي، د پاکستان او افغانستان خاورې باید یو د بل پر ضد ونه کارول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ټینګار کړي، چې همدا د امریکا غوښتنه هم ده، او دغه دواړه هېواد باید له یو بل سره ښې اړیکې وپالي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې افغانستان او پاکستان په سیمه کې د پرمختګ لپاره پخپلو کې ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري، نه دا چې خاورې یې یو د بل پر ضد وکارول شي.

په ورته وخت کې خلیلزاد دا هم زیاته کړې، چې له طالبانو سره د سولې مسله د سولې د هوکړې لاسلیک ته رسېدلې او تمه ده، چې ژر تر ژره د دغه هوکړې لاسلیک د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د پیل سبب شي.

خلیزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړي کنفرانس کې، چې خلیلزاد هم په کې برخه درلوده د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش په زغره و ویل، چې د افغانستان جګړه په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو څخه خړوبېږي.

ښاغلي دانش و ویل، چې ترهګرۍ ډلې په پاکستان کې د افغان کډوالو له کمپونو جګړې ته جنګیالي جذبوي او هغوی بیا له کلونو راهیسې د افغان مشروع حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

نوموړي پر پاکستان غږ وکړ، چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي او په خاوره کې یې د ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي