۰

خلیلزاد د درېیم ځل لپاره ولسمشر غنی سره لیدلي

دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو ځل بیا له ولسمشر غني سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
خلیلزاد د درېیم ځل لپاره ولسمشر غنی سره لیدلي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو ځل بیا له ولسمشر غني سره لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لیدنه چې پرون یکشنبې د کب ۴ مه ارګ کې تر سره شوې، په څو ورځو کې له ولسمشر غني سره د خلیلزاد درېیم ځلي کتنه ده.

ارګ وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ، په تېرو دوه ورځو کې د دغه چارې د ارزونې او د سولې د وروستیو ګامونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو خلیلزاد چې دا ځل کابل ته راغلی په تېرو څو ورځو کې یې له ولسمشر غني، افغان سیاسیونو او جهادي مشرانو سره د کتنو لړۍ روانه ده.

نوموړی وړمه ورځ جوزجان ولایت ته هم تللی و او هلته یې د ولسمشر غنی له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوسم سره هم پر سوله خبرې کړې وي.

له هغې وړاندې یې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعیت او جزب له مشرانو سره هم لیدنې درلودې او د سولې او روانو حالتو په اړه ورسره غږېدلی وو.

خلیلزاد پر داسې مهال کابل کې له چارواکو او سیاسیون سره په لیدنو بوخت دي، چې د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوې او ټاکل شوې امریکا او طالبان د روانې میلادي فبرورۍ میاشتې په ۲۹ مه د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هند ته د روانېدو مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، که موقت اوربند دوام وکړي دی، به له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک او ان خپل نوم به هم په کې ولیکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي