۰

خلیلزاد له یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو سره لیدلي دي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۹
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
خلیلزاد له یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو سره لیدلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خلیلزاد او دغه پخوانیو طالب چارواکو کتنه پرون سه شنبې د کب ۶ مه شوې، چې په کې سید اکبر اغا، مولوي تره خیل محمدي، عبدالودود صدیقي، عبدالحکیم نورزي، مولوي پیر محمد روحاني، جنرال محمد اکبر اطرافي، ډګروال محمد رها ابرار، معلم ګل عمرخان او قاضي انورالحق برخه درلوده.

دوی ټولو د سولې په اړه له خلیلزاد سره خبرې کړې او ویلي یې دي، چې په ټاکنو کې د خلګو کمرنګه حضور وښوده چې افغانان سوله غوښتونکي دي او دوی لپاره بغیر د سولې بله هر طرحه د منلو وړنه ده.

ویل کېږي سیدآکبر آغا له خلیلزاد څخه د طالب بندیانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دی، چې په افغانستان کې له بندیانو سره زیاتی او ناسم چلند کېږي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد څو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د فبرورۍ په ۲۹مه د سولې تړون لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي