۰

طالبان: ښايي د اورکم اونۍ موده وغځول شي

شنبی ۱۰ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
په داسې حال کې، چې د افغان او امریکايي لوريو او طالبانو تر منخ د اورکم اونۍ پای ته رسېدونکې ده، طالبانو ویلي ښايي دغه لړۍ نوره هم وغځول شي.
طالبان: ښايي د اورکم اونۍ موده وغځول شي
په داسې حال کې، چې د افغان او امریکايي لوريو او طالبانو تر منخ د اورکم اونۍ پای ته رسېدونکې ده، طالبانو ویلي ښايي دغه لړۍ نوره هم وغځول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره دواړو لورو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې تاوتریخوالی کم کړی و او یو پر بل یې بریدونه نه کول.

خو اوس په داسې حال کې، چې دغه اوونۍ په پای ته رسېدو ده او هلته ټاکل شوې قطر کې نن د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې هوکړه لاسلیک شي، قطر کې طالب سرچینو ویلي ښايي د اورکم موده نوره هم وغځول شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي ویلي له امریکا سره په لاسلیکېدونکي تړون کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یادونه شوې او تمه ده چې د اورکم موده وغځول شي او د تېرې اوونۍ په څېر حالت به دوام کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، که طالبان پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي، دوی به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهم ګام واخلي او خپل سرتېري به له دغه هېواد څخه وباسي.

ټرمپ زیاته کړې، چې دوی له داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډولو یو پاک، سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي