سیمه ییز چارواکي وايي، زابل کې د ملي اردو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي کس د پوځ ۹ سرتېري وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۱۲ مه) د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د زابل یوه مهم چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه برید د ملي اردو یوه سرتیري کړی او د خپلو ۹ ملګرو تر وژلو وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
دفاع وزارت د برید او د سرتېرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د یاد کس په برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.
دفاع وزارت ادعا کړې چې نفوذي کس له بهره طالبان وربللي وو او د برید پر مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل