د وروستیو راپورونو او شمېرو له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۷ زره تنو واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مړو شویو او په کرونا اخته کسانو د لېست په سر کې بیا هم امریکا ده، چې ۱۶۴۲۴۸ کسه تر دې دمه په امریکا کې په کرونا اخته شوي دي.
په امریکا کې ۳۱۶۴ کسه کرونا مړه کړي دي.
خو په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۷۸۵۷۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په کې د مړو شمېر ۳۷۸۱۴ کسه ته رسېدلی دی او ۱۶۵۶۰۶ کسه بېرته رغېدلي دي.
په ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۱۵۹۱ ته رسېدلی او مثبتې پېښې یې ۱۰۱۷۳۹ ته رسېدلې دي.
په هسپانیه کې مثبتې پېښې ۸۷۹۵۶، په جرمني کې ۶۶۸۸۵، په فرانسه کې ۴۴۵۵۰، په ایران کې ۴۱۴۹۵، په برېتانیا کې ۲۲۱۴۱، په پاکستان کې ۱۷۱۷ او په سعودي عربستان کې ۱۴۳۵ ته رسېدلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل