۰

امریکا:د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر ۴۰زره واوښت

دوشنبه ۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې تر دې دمه د کرونا له امله ۴۰۵۵۵ کسه مړه شوي دي.
امریکا:د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر ۴۰زره واوښت
د وروستیو راپورونو له مخې په امریکا کې تر دې دمه د کرونا له امله ۴۰۵۵۵ کسه مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز په دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۶۳۸۳۶ ته رسېدلی دی.

خو بل خوا بیا په ټوله نړۍ کې بیا مثبتې پېښې ۲۴۰۶۹۰۵ ته رسېدلې دي.

همدا راز تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۱۶۵۰۵۸ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.

هسپانیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۹۸۶۷۴ او د مړو شمېر بیا ۲۰۴۵۳ ته رسېږي.

ایټالیا کې کرونا تر دې دمه ۲۳۶۶۰ کسه مړه کړي او د مثبتو پېښو شمېر پکې ۱۷۸۹۷۲ دی. فرانسه کې ۱۹۷۱۸، برېتانیا کې ۱۶۰۶۰او جرمني کې ۴۶۴۲ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي