۰
نړۍ کې کرونا:

پرې د اخته کسانو شمېر تر یو ملیون او مړو شمېر تر ۶۰ زره رسېدلی

شنبی ۱۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د وروستیو معلوماتونو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی او نېږدې ۶۰ زره نور یې مړه کړي دي.
پرې د اخته کسانو شمېر تر یو ملیون او مړو شمېر تر ۶۰ زره رسېدلی
د وروستیو معلوماتونو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی او نېږدې ۶۰ زره نور یې مړه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۸۳۹۰ ته رسېدلی او دغه راز د یادې نارورغۍ له امله تر دې دمه ۵۹۱۵۹ کسه مړه شوي دي.

دغه راز ۲۲۸۹۲۳ کسه بېرته له دغه ویروس رغېدلي هم دي.

امریکا لا هم د مثبتو پېښو له اړخه د لېست په سر کې ده، چې ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د تر ټولو لوړې مړینې ریکارډ هم ثبت شوی دی.

جان هاپکنز پوهنتون وایي په ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې ۱۵۰۰ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي.

په دغه هېواد کې مثبتې پېښې ۲۷۷۱۶۱ او د مړینې شمېره ۷۳۹۲ ته رسېدلې ده.

ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۴۶۸۱ او د اخته کسانو شمېر ۱۱۹۸۲۷ کسه دی.

هسپانیا کې ۱۱۱۹۸، فرانسه کې ۶۵۰۷، ایران کې ۳۲۹۴ کسان په دغه ویروس اخته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي