۰

د کرونا له امله د برېتانیا لومړی وزیر په روغتون کې بستري شو

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ته نېږدې سرچینې وايي د کرونا وریروس له امله د نوموړي روغتیايي وضعیت خبراب شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د کرونا له امله د برېتانیا لومړی وزیر په روغتون کې بستري شو
د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ته نېږدې سرچینې وايي د کرونا وریروس له امله د نوموړي روغتیايي وضعیت خبراب شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، بوریس جانسون لس ورځې  وړاندې په کرونا ویروس اخته شوی وو.

اوس نوموړي ته نږدې کسان وایي چې روغتیايي وضعیت یې نور هم خراب شوی او د ډاکټرانو په سپارښتنه روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغه اوس هم د برېتانیا لومړی وزیر دی خو ټاکل شوې چې د وزیرانو راتلونکې غونډه د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ ترسره شي.

د یادونې ده، چې په برېتانیا کې ګڼ لوړپوړي چارواکي په کرونا ویروس اخته شوي دي، چې له دې ډلې د دغه هېواد شاهزاده، د روغتیا وزارت مرستیاله او نور لا هم بستري دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي